Home خانه

د پیمان خیریه بنسټ د کارته نو د سرتپه سیمه کی د یوې بیوزلی کورنۍ سره مرسته وکړ

د پیمان خیریه بنسټ د کارته نو د سرتپه سیمه کی د یوې بیوزلی کورنۍ سره مرسته وکړ

کابل، د پیمان خیریه بنسټ رسنیز دفتر، سه شنبه، زمری ۱۶ مه

Kabul 11AA 400د پیمان خیریه بنسټ د کابل د کارته نو د سر تپه په سیمه کې د یوې ډېرې بېوزلې کورنۍ سره د خوراکی توکو مرسته وکړ.
دغه مورکۍ شپږ ماشومان لري، خاوند یې سپین ږیری دی، ډېره بېوزله ده، د خوراک او څښاک لپاره هېڅ څه نلري او اوس د کارته نو د سر تپه په سیمه کې د خټو په یوه خونه کې شپې ورځې سبا کوي.
یادې مورکۍ په ژړا غوني حالت د پیمان خیریه بنسټ ته وویل، چې بېوزلي ژوند مې سخت خراب کړی، د بېوزلۍ له لاسه اکثراً ماشومان ډنګر او مریضان دی، ډیری شپی ډوډی نلرو او وږی شپه او ورځ سبا کوو.
دغې مورکۍ له دېرې ژړا وروسته وویل، هره ورځ د خلکو په کورونو کې کار کوم ، کالي مینځمه او له دې لارې د خپلو بچیانو نفقه پیدا کومه، څو ماشومان مې وږي پاتې نه شي.
د پیمان خیریه بنسټ د دغې بیوزلې مور د ژوند له څېړلو وروسته ددوی د تریخ ژوند یوه ویدو په فیسبک کی خپاره کړه.

ددې کورنۍ په هکله بشپړ راپور په ویدیو (۲) کې وګورئ!
ددې کورنۍ په هکله بشپړ راپور په ویدیو (۱) کې وګورئ!

 وروسته دلږ ځنډ نه زمونږ یو زړه سوند ورور ښاغلي سلطان جان له خوا، چې دا مهال په سویډن کې اوسیږي دغی کورنۍ سره د خدای ج د رضا لپاره د خوراکی توکو مرسته وکړ.
له دغې مورکۍ سره د یو بوجۍ اوړو، یو بوجۍ ورېجو، پنځه لیټره غوړیو، نیم من بورې، یو کیلو شین چای او د دولس بستو مالګې مرسته وشوه.
یادې میرمنې د پیمان خیریه بنسټ پر مرستې خوښې وښوده او د دغه خیریه بنسټ له مشر ښاغلي محمد شاه پیمان څخه یې د مرستو په برابرولو کې مننه او قدر داني وکړه او د ښاغلي سلطان جانه یی د خوراکی توکو د مرستی په خاطر یی د زړه له کومی مننه ورسخه وکړه.
د دغې بېوزلې او ناچاره مورکی د ژړونکي ژوند حال په خپاره شویو انځورونو او ویډیو کې وګورئ، تاسو به هم حیران شی ، چې دا مور څه ډول ژوند لري.

هغه هیوادوال، چې غواړي له دې بېوزلې کورنۍ سره مرسته وکړي نو د پیمان خیریه بنسټ سره په 0046739394622 او یا 0093700045950 شمېرې اړېکه ونیسي.