Home خانه
د پیمان خیریه بنسټ پر درېیو اړمنو کورنیو مرسته ووېشله
د پیمان خیریه بنسټ پر درېیو اړمنو کورنیو مرسته ووېشله
پل علم، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، چهارشنبې، چنګاښ ۱۳ مه
د پیمان خیریه بنسټ د کابل او لوګر ولایتونو له درېیو بېوزلو او اړمنو کورنیو سره د نغدو پیسو خوراکي توکو مرسته وکړه.
دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ رئیس محمد شاه پیمان او د ده زوی جاوید پیمان له خوا د یادو کورنیو د لاسنیوی په موخه شوې ده.
په دې مرسته کې د کابل ښار یوې کونډې میرمنې ته ۳۸۶۰ افغانۍ نغدي پیسې او د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د زرغون ښار او کنجک سیمو دوه کورنیو ته د ۳۸۶۰ افغانیو په ارزښت خوراکي توکي ورکړل شوي دي.
د خوراکي موادو په مرسته کې هرې کورنۍ ته یوه بوجۍ اوړه، پنځه لېتره غوړي، نیم من بوره، نیم کیلو شین چای او دولس بستې مالګه ووېشل شوه.
ددې کورنۍ په هکله بشپړ راپور په ویدیو (۱) کې وګورئ!
ددې کورنۍ په هکله بشپړ راپور په ویدیو (۲) کې وګورئ!
یادو کورنیو د مرستو په تر لاسه کولو سره خوښي وښودل او له پیمان خیریه بنسټ څخه وغوښتل، چې د دوی د لاسنیوي لپاره ورته نورې مرستې هم ورسره وکړي.
هغه موسسې او یاهم شتمن هیوادوال،چې غواړي له یادو بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړي نو د پیمان خیریه بنسټ سره په 0046739394622 شمېرې اړېکه ونیسي.