Home خانه

د افغاني سرې میاشتې ټولنې خبرتیا ده

د افغاني سرې میاشتې ټولنې خبرتیا ده
په جرمني کې وړيا درملنه/ تداوى رایگان در جرمنی

Sremisht 200د افغاني سرې مياشتې ټولنه يو ځل بيا ستاسو ناروغ ماشومان جرمني ته د درملنې په موخه استوي!
ټاکل شوې د روان کال د مرغومې "جديې"د مياشتې په شپږویشتمه نېټه د جرمني د سولې کلي ډاکټران د سخت سوي او هډوکي د ماتوالي په ناروغۍ د اخته ماشومانو د تشخيص او معاينې په موخه کابل ته تشريف راوړي او ناروغ ماشومان له معاينې وروسته په وړيا ډول د درملنې په موخه جرمني هېواد ته له ځان سره بوزي.
له هغو هېوادوالو څخه چې ماشومان يې په ياده ناروغۍ اخته وي هيله کېږي ترڅو په ياده نېټه د کابل په پل آرتل سيمه کې د سرې مياشتې دفتر ته د ناروغو ماشومانو د معاينې په موخه تشريف راوړي.
شرطونه :

- د ماشوم عمر له 11 کلونو لوړ نه وي
- لس قطعې عکسونه
- اصلي تذکره
- د مور او پلار حضور ضرور دى

د اړیکې شمېره: 0728900018

په درنښت
د افغاني سرې مياشتې ټولنې د وياند دفتر