Home خانه

د پیمان خیریه بنسټ کارکوونکو خپل منځي غونډه وکړه

د پیمان خیریه بنسټ کارکوونکو خپل منځي غونډه وکړه

د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر 
دوشنبه د لړم ۸ مه

Jalsa kabul 400په کابل او لوګر ولایتونو کې د پیمان خیریه بنسټ مسوولینو او کارکوونکو خپل منځي غونډه جوړه کړه.
دغه غونډه تېره شپه د کابل ښار په ۱۶ ناحیه کې جوړه شوې وه، چې پکې د پیمان خیریه بنسټ مرستیال محمد شاپورعرب، د مالي او اداري چارو مسوول صفي الله یوسفري، د کابل ساحوي دفتر مسوول ظابط ملا محمد، د ده مرستیال ډاکتر عبدالصمد ، د محمدآغې ولسوالۍ د ساحوي دفتر مسوول استاد جاندل او د مالي چارو غړي محمد شریف برخه اخیستې وه.

د نور انځور د لیدو لپاره دلته کلیک وکړۍ!

په یاده غونډه کې د پیمان د خیریه بنسټ د بیلا بیلو اداري مسایلو په هکله خبرې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.
په دې ناسته کې د لوګر په مرکز او محمدآغې ولسوالۍ کې د دوو ساحوي دفترونو د فعالېدو په تړاو خبرې وشوې او د دغو دفترونو د فعالېدو په برخه کې د لوګر والي محمد حلیم فدایي هلې ځلې وستایل شوې.
د پیمان د خیریه بنسټ د کارکوونکو په خپل منځي غونډه کې د دغه بنسټ د تېرو مرستو ستاینه وکړه او هم یې د راتلونکو مرستو لپاره ځانګړي پلانونه او تدابیر ونیول.