د مغل خیلو د نجونو ښوونځی د اوبو سسیتم د فعالیدو په موخه د ۴۵ زره افغانیو نغدي مرسته
پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، پنجشنبه زمري ۲۱ مه
په سویډن کې میشت د لوګر یوه زړه سوانده او پر هیواد مین اوسیدونکي د د مغل خیلو د نجنو ښوونځی د اوبو سسیتم د فعالیدو په موخه د ۴۵ زره افغانیو نغدي مرسته وکړه.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپورعرب وویل، چې دغه مرسته د محمدآغې ولسوالۍ د زرغون ښار د ملایم خیلو د کلي یوه اوسیدونکي ښاغلي الحاج محمد شاه «پیمان» چې دا مهال له خپلې درنې کورنۍ سره په سویډن کې اوسیږي د خدای (ج) د رضا لپاره کړې ده.
.عرب زیاته کړه، چې په دې مرستې سره به په راتلونکو څلورو ورځو کې د مغل خیلو د نجونو ښوونځی ته د لمریزې انرژي په مټ د اوبو را ایستلو عصري سیستم فعال شي.
عرب وویل، چې دغه ښوونځي د محمدآغې ولسوالۍ د مغلو خیلو په سیمه کې دي چې د یاد سیستم په فعالولو سره به نوموړۍ ښوونځي زرغون شي.
د لوګر د پوهنې رئیس انجینرمحمد اکبرستانکزي د الحاج محمد شاه «پیمان» له شوې مرستې څخه د مننې ترڅنګ هغه ته کور ودانۍ ووایه.
هغه وویل، چې الحاج محمد شاه «پیمان» د دې مرستې په کولو سره له خپل هیواد او بیا لوګر سره مینه وښودله او الله (ج) دې د دې کار په بدل کې ورته ثوابونه ورکړي.
د مغلو خیلو د ښوونځی مدیر، سرښوونکي، ښوونکي او زده کوونکي د دغه سیستم پر فعالولو خوښي څرګندوي او زیاتوي، چې دوی د دغه سیستم په فعالیدو سره د ښوونځي په انګړ کې زینتي ونې او ګلان کینوي او د دغه سیستم پرمټ به اوبه ورکوي.
د لوګر د پوهنې ریاست په بهر کې میشت له ټولو درنو هیوادوالو څخه غوښتنه کوي چې د الحاج محمد شاه «پیمان» په څیر د دغه ولایت د ښوونځیو د ستونزو په هوارولو کې مرستې وکړي.
ښاغلۍ الحاج سلیم عابد پيمان ته د لوګر د والی لخوا ستاینلیک هم ورکړشو.
محمد شاهپورعرب
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند