Home خانه

د پیمان خیریه بنسټ د یوه ناروغ درملنه وکړه

د پیمان خیریه بنسټ د یوه ناروغ درملنه وکړه

د  پیمان خیریه بنسټ د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د یوه داسې سپین ږیري ناروغ درملنه وکړه، چې د خپلې درملنې توان یې نه درلود.
یاد ناروغ د ډېرې مودې را هیسې د زړه په ناروغۍ اخته وو، چې د پیسو نه لرلو له امله د خپلې ناروغۍ سختې شیبې یې په خپل کور کې پرته له درمل خوړلو تیرې کړې دي.
د نوموړي ناروغ درملنه د پاکستان په یوه خصوصي روغتون کې شوې ده، چې اوس مهال روغتیایي حالت یې د پخوا په څیر ښه دی.
د دغه ناروغ پر درملنې ۱۱۸۸۶۰ پاکستان کلداری لګېدلي ، چې د درملنې ټول لګښت یې د پیمان خیریه بنسټ لخوا ورکړل شوي دي.

 نوموړی ناروغ وایي، چې اقتصادي وضعیت مې ډېر خراب وه، د خپلې درملنې پیسې مې نه لرلې، چې خپله درملنه مې پرې کړې وای، د ناروغی ډېرې سختې شیبې مې په کور تیرې کړې، د کورنۍ غړي مې له ډېرو کسانو څخه زما د درملنې د مرستې غوښتنه وکړه، خو هیچا را سره مرسته ونه کړه، بالاخره د پیمان خیریه بنسټ چې زما له ناروغۍ خبر شو، سمدلاسه یې زه پاکستان ته انتقال کړم او هلته یې زما درملنه یې په ښه توګه وکړه او اوس مې روغتیایي ښه حالت دی او بیرته په خپل کور کې له خپلې کورنۍ او ماشومانو سره یو ځای شوی یمه.

د هغه له سترګو، چې اوښکې بهیدلې په ژړغونې حالت یې د پیمان خیریه بنسټ له ادارې څخه مننه وکړه، چې د ده درملنه یې وکړه او خدای (ج) په دې درملنې سره بیا ژوند ور نصیب کړ.
د پیمان خیریه بنسټ په پام کې لري، چې په راتلونکي کې د هغو بې وزله او ناچاره کسانو، چې د خپلو درملنو توان نه لري په بهرنیو هیوادونو کې به یې ورته درملنه کوي.