Home خانه

په کابل کې یوه بېوزله کورنۍ د مرستې په تمه ده

په کابل کې یوه بېوزله کورنۍ د مرستې په تمه ده

پل علم، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، سه شنبه، کب ۷ مه ۱۳۹۷

Kabul 26 400په کابل ښار کې یوه بېوزلۍ کورنۍ چی د غزنی ولایت څخه د ناانیو له کبله اړ شویده چی د کابل ښار ته را کده شی او په دیر بد شرایطو کی ژوند کوی، د دولتي ادارو، موسسو او شمتنو هېواد والو د مرستې په تمه ده څو ورسره وشي.

دغه کورنۍ، چې د کابل ښار په کارته نو سیمه کې اوسیږي، د کورنۍ مشري یې د یوه سپین ږیری پلار عبدالله پر غاړه دی. 

یاد پلار له پیمان خیریه بنسټ سره په مرکه کې ویلي، چې اقتصادي وضعیت یې ډېر خراب دی، په کور کې هیڅ خوراکي توکي نه لري، چې خپلو وړو ماشومانو ته ورکړي.

هغه وایي، چې ماشومان یې د ډېرې لوږې له امله شپه او ورځ  ژاړي او کوچني ماشومان یې خپل عمر په لوږه تیروي.

هغه له پیمان خیریه بنسټ سره په مرکه کې له دولتي ادارو، مرسته کوونکو موسسو او شمتنو هېوادوالو څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

 هغه دولتي ادارې، موسسې او شتمن هېوادوال، چې غواړي له یاد سپین ږیري پلار سره مرسته وکړي نو له پیمان خیریه بنسټ سره دې په اړېکه شي.

د دغه پلار د ژوند کېسه تاسو د ده په ژبه واورۍ، چې له پیمان خیریه بنسټ ته یې بیان کړی دی.

دنوموړی پلار چی عبدالله نومیږی د اړیکی شمیره: 0765162534