Home خانه

د پیمان خیریه بنسټ له غریبې کورنۍ سره مرسته وکړه

د پیمان خیریه بنسټ له غریبې کورنۍ سره مرسته وکړه

پل علم، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، یکشنبه، زمري ۲۸ مه

Logar 14A 400د پیمان خیریه بنسټ د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د زرغون ښار د کلي له یوې غریبې کورنۍ سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
یاده مرسته د پیمان خیریه بنسټ د رئیس محمد شاه پیمان زوی جاوید پیمان د لوی الله ( ج ) د رضا او لوی  اختر د را رسېدو په ویاړ کړې ده.
په دې مرسته کې یادې کورنۍ ته  د ۳۱۳۰  زره افغانیو په ارزښت خوراکي مواد لکه ( یوه بوجۍ ورېجې، یوه بوجۍ اوړه، پنځه لېتره غوړي، نیم من بوره، یو کیلو شین چای او یوه بسته مالکه ورکړل شول.
دغې غریبې کورنۍ پر شوې مرستې څرکنده کړه او زیاته یې کړه، چې د لوی اختر لپاره یې په خپل کور کې د خپلو ماشومانو د خوړلو لپاره هیڅ خوراکي مواد نه لرل،چې خپلو ماشومانو ته یې ورکړې وای خو خدای ( ج ) دې جاوید جان او د پیمان خیریه بنسټ مشر تابه محمد شاه پیمان ته په دنیا او آخرت کې خیر ور کړي، چې له ما سره یې مرسته وکړه.

 هغه دولتي چارواکي او یا شتمن هېوادوال، چې غواړي له یاد ناروغ سره مرسته وکړي نو د پیمان خیریه بنسټ سره په 0046739394622 او یا 0093700045950 شمېرې اړېکه ونیسي.

زمونږ د عزیزی بانک شمیری دادی: 001701101098852 افغانی حساب او یا 001701201098745 دالری حساب.